پښتو سکښت : لطیف بهاند
د نزار قباني د نزار قباني

 

 

د ښځو د ڼړیوالۍ ورځې په ویاړ !!!

 

ولې ؟؟؟

ولې ؟؟

ولې ؟

 

 

 

نه پوهېږم ، ولې مې پلار ، تل په خپله خبره ولاړ وي ؟

ولې هغه خپل واک او زور زياتي پر ما زغمي ؟

ولې هغه ماته د يوه گل په څېر گوري ؟

او يا په په خپل کتاب کې ، د ليکل شوي شعر په شان

هغه تل اوپه ځير ، هڅه او څارنه کوي

چې زه د ابد لپاره ، د هغه  پاتې شم .

هغه ماته هم د خپلې شتمنۍ په شان گوري ،

هغه غواړي ، چې زه يې د تل لپاره

په جيب کې پاتې شم .

هغه غواړى چې تل يې ،تر مخې يا تر څنگه واوسم ،

لکه  د کوټې  څوکۍ يې .

چې چېرې مې ږدي

او کومې خواته مې لرې کوي .

نه پوهېږم دا ولې ؟

ايا دا چې زه د هغه لور يم ؟

يا د هغه د لويې کورنۍ غړې ؟

او که دا چې ډوډۍ راکوي ؟

او يا دا چې فکر کوي چې ميراث يې  راته پاتېږي ؟

پلار مې هېڅکله ،نه زما د پېغلتوب او نه زما د ښځتوب بدلون ، نه وليد اونه يې ويني .

پلار مې ډېر ځانغوښتونکى او پر ځان مین دى ،

د پلار مې هره څه د ناروغو په شان دي ،

کله کله وايم چې هغه ليونى دى ،

مينه يې ليونۍ ،

سختگيرى يې د ليونو په شان ،

او ما لکه د ليونو په څير ازاروي .

که واوري چې چېرته ځم ،

څېره يې بدلېږي او چيغې وهي .

که واوري چې له کوره وزم ،

رېږدي او له ځانه وزي .

زما پلار په دې نه پوهېږي چې

په چغو او قهر سره ، په باغ کې د مڼو د سرو کېدو مخه نيولې نه شي .

هغه په دې نه پوهېږي ،

چې په زرگونه  مرغۍ او الوتونکي به

راولوزي ،

او دده دباغ ميوې به غلا کړي .

خو زه په دې ځان تسلا کوم او پوهېږم ،

چې پلار انسان ته خداى يوځل ورکوي ،

پلار يو وي .

پلار لکه د مېړه يا ملگري او يا ښځې په څېر نه خوښېږي ،

نوځکه ، له پلاره څوک خپه کېداى هم نه شي .

له پلاره خپتيان هم خوښي ده .

د ژباړې نېټه

 

05 -05-05

 

مسکو

 


March 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان